د لوی استاد علامه حبيبي ژوندليک د ده په خپل قلم

پښتو ژباړه: ش. آرين

 

زما نوم عبدالحی د ملا عبدالحق اخوندزاده زوی او د منقولو او معقولو علومو د مشهور عالم مولوي حبيب‌اللّٰه، چي په محقق کندهاري هم مشهوره دئ، له کورنۍ څخه يم. محقق کندهاري د ډېرو تأليفاتو مؤلف دئ او په معقولو او منقولو علومو کي ئې په دين، رياضي، فلسفه، منطق، اخلاق، هیئت، نجومو او هندسه کي له نويو تحقيقاتو سره ګټور کتابونه په درو ژبو؛ عربي، پاړسي او پښتو ليکلي دي. 

زه د کندهار ښار د باميزو په کوڅه کي د (۱۳۲۸هـ.ق.) کال د ربيع الثاني پر (۱۷مه) په پنج شنبه (مې، ۱۹۱۰م./ ۱۲۸۹هـ.ش.) زوکړی یم. په کوچنيوالي کي د پلار له سايې څخه محروم سوم. ابتدائي درسونه مي د کندهار ښار په مسجدونو کي ويلي دي او تر هغه وروسته په (۱۲۹۹هـ.ش.) کال د کندهار په شالمار ابتدائيه مکتب کي شامل سوم او په (۱۳۰۴هـ.ش.) کال مي د ابتدائيه مکتب شهادت‌نامه واخيستله او د پنځلس کلنۍ په عمر د کندهار ښار په یوه ابتدائيه مکتب د معلم په حيث ومنل سوم. 

زموږ د کورنۍ محیط له وخته وخته د کتاب، سواد او پوهي محيط وو. ما له پلاره په ميراث کي  بېله څو کتابو او د جریدو له کلکسیونو؛ سراج الاخبار افغانیه (کابل)، حبل المتين (کلکته) او د سراج الاخبار د مدير مرحوم محمود طرزي له کتابو، چي په کابل کي چاپ سوي ول، ماسېوا بل شی په میراث نه دي وړي. د مولوي بلخي مثنوي، د خواجه حافظ شېرازي دېوان، د شيخ سعدي ګلستان او بوستان له هغو کتابو څخه ول، چي له هغه کوچنيوالي څخه مي سترګي ور سره آشنا وې. کله چي مي په ابتدائيه مکتب کي درس وايه، د عربي ژبي د صرف و نحو، رياضي، هیئت، فقه، اصول فقه، منطق، مبادی بلاغت، عروض او قافيې ابتدايي کتابونه مي د خپل اکا پر زوی مرحوم عبدالواسع شهيد وويل. دی (مولوي عبدالواسع)  د سراج الاخبار د لومړني موسس مولوي عبدالرؤف کندهاري زوی دئ،  چي په (۱۳۲۳هـ.ق.) کال ئې په کابل کي سراج الاخبار تاسیس کړ او په (۱۳۲۶هـ.ق.) کال د اول مشروطيت له بنديانو څخه وو.  مولوي عبدالواسیع شهید په اماني عصر کي د (مرکه د پښتو) رئيس،  د (حکام و قضات) د مکتب مؤسس او تر هغه وروسته د تقنین او محاکمو  د ادارې رئيس سو. تمسک القضات او حکمت اسلامي د ده له تأليفاتو څخه دي [تر دغو دوو تأليفاتو برعلاوه نور تأليفات هم لري. ژباړن]. دغه سترګور عالم نقاد او اورژبی خطيب وو، چي د دولت د قوانينو په ترتيب کي، چي هغه وخت ئې نظامنامه بلل، کار ښه محسوسيږي. بالآخره په (۱۳۰۸هـ.ش.) کال کي، کله چي ارتجاعي قوتونو د پرديو په مرسته واک ونيوی، دی ئې په توپ والوزاوه. ده په تدريس کي يوه خاصه لاره او سيده او لنډه طريقه درلوده، چي زه ئې په يوه کال کي له اساساتو سره بلد کړم. 

زما بل استاد علامه مرحوم مولوي ابوالوفاء کندهاری (مړينه: ۱۹۷۵م.) وو، چي د جنوبي هند د دکن په نظاميه مدرسه کي ئې د فقي او الهي کلام د قرائت د استادۍ مقام درلودی او په هغه وخت کي په کندهار کي زموږ د کورنۍ په مسجد کي استېدی. هغه يو دانشمند او صاحب نظر شخص وو، چي ما په ادبياتو، د قرائت په علم او په هغو کتابو کي چي منتهيان ئې وايي، ډېر ګټور شيان ځني زده کړل او د احاديثو د علم درسونه مي له دواړو استادانو څخه حاصل کړي دي. 

په همدغه وخت کي چي د مساجدو او مدرسو په زړو حجرو کي د منطق د صغری او کبری او د  اشکال اقليدس او د جز ولا يجوز په پېچ و خم کي سرګردان وم، د کابل د نويو مکاتبو جغرافيه، طبيعيات او حساب مي هم مطالعه کړل، سراج الاخبار او حبل المتين مي هم وويل او بالآخره مي ځان په برلين، ايران او مصر کي له چاپېدونکو جريدو او مجلو؛ کاوه، ايرانشهر، ارمغان او الهلال سره هم آشنا کړ او له ګټو څخه ئې مستفيد سوم، تر څو چي په (۱۳۰۶هـ.ش.) کال د طلوع افغان جريدې معاون سوم او په (۱۳۱۰هـ.ش.) کال د دغه جريدې مدير سوم. تر (۱۳۱۹هـ.ش.) کال پوري مي نه (نهه) کاله دغه هفته‌واره جريده په پښتو او پاړسي ژبو نشر کړله او څو ادبي او درسي کتابونه مي هم د دغه جريدې په سنګي چاپخانه کي چاپ کړل.

په همدغه وختو کي له انګرېزي او اردو ژبو سره هم تر هغه ځايه بلد سوم، چي په دغو دوو ژبو  مي مطالعه کولای سوای. د تاريخي څېړني او تحقيق طريقه مي له کېمبرج هيسټري آف اِنډيا او د مصري او هندي علماوو، لکه: جرجي زیدان، شبلي نعماني او سيد سليمان ندوي له ليکنو، د برلين د کاوه جريدې له مقالو او د علامه محمد قزويني له ارزښتمنو آثارو څخه زده کړه او په لاندي برخو کي مي تر اوسه خپلي مطالعې ته دوام ور کړی دئ:

د پښتو، پاړسي او اردو ژبو ادبي تاريخ، د ژبپوهني او کتاب پوهني تاريخ؛ په خاص ډول په پخواني خراسان يا اوسني افغانستان، هند او ايران پوري مربوط، د همدغه سيمي د مشاهيرو پېژندنه او د تاريخي جغرافيې مطالعه ئې. 

 

زما د ژوند د مراحلو لنډيز:

 

په نړيوالو مجالسو کي ګډون:

اوس چي (۶۹) کلنۍ ته رسېدلی يم، لا هم په کابل کي په مطالعه او علمي کارونو باندي مصروف يم او هغه څه چي مي تر اوسه ليکلي يا خپاره کړي دي، په لاندي ډول دي:

١.  طلوع افغان اونيزه جريده لس کاله په پښتو او پاړسي نشرول او اداره کول٢د پښتو ټولني له طريقه درې کاله د کابل مجلې رياست او په پښتو ئې نشرول

٢. په پښتو ژبه (افغان او افغانيت) رساله، د کندهار چاپ: ۱۳۱۷هـ.ش.

٣. [سپېڅلې پښتو] لس زره پاړسي لغتونه په پښتو، د فيلالوژۍ له يوې مفصلي سريزي سره. د لعل محمد کاکړ په مرسته. د کندهار چاپ: ۱۳۱۸هـ.ش.

٤. د پښتو دوه جلده خود آموز خپرول. د ډېرو ليکوالو په مرسته. د کندهار چاپ: ۱۳۱۴هـ.ش.

٥. پسرلنۍ ترانه، پښتو منظومه. د کندهار چاپ: ۱۳۱۷هـ.ش.

٦. د خوشحال خان خټک د کلياتو تصحيح، مقابله او تحشيه له مقدمې سره [د خوشحال خان خټک ملغلري]. د کندهار چاپ: ۱۳۱۷هـ.ش.

٧. د عبدالقادر خان خټک د اشعارو د دېوان تصحيح، مقابله او تحشيه له مقدمې سره. د کندهار چاپ: ۱۳۱۷هـ.ش.٨. وضع اصطلاحات پښتو. د کندهار چاپ: ۱۳۱۷هـ.ش.

٨. تاريخچه سبکهای شعر پښتو. د کابل چاپ: ۱۳۱۱هـ.ش.

٩. تاريخچه ادبيات پښتو. د کندهار چاپ: ۱۳۱۱هـ.ش.

١٠. تر احمدشاه بابا دمخه ابدالي مشاهير. د کابل چاپ: ۱۳۲۲هـ.ش.

١١. ادبيات جهان. ناچاپ

١٢. د حميد کشميري د اکبرنامې تصحيح او مقابله له مقدمې سره. ناچاپ

١٣.مد و جزر افغانستان (پاړسي مسدس). ناچاپ

١٤.پيغام شهيد (پاړسي مثنوي). کابل چاپ: ۱۳۱۴هـ.ش.

١٥.غزنه (پاړسي مثنوي). کابل چاپ: ۱۳۱۵هـ.ش.

١٦.درد دل (پاړسي مثنوي). ۱۳۱۲هـ.ش.

١٧.پيام عصر (پاړسي مثنوي). ۱۳۲۰هـ.ش.

١٨.د احمدشاه دراني د دېوان تصحيح، مقابله او تحشيه له مقدمې سره. کابل چاپ: ۱۳۲۰هـ.ش.

١٩.په پاړسي ژبه د پټي خزانې ترجمه، تصحيح او تعليقات. د کابل چاپ: ۱۳۲۲هـ.ش. دوهم چاپ: تهران، [۱۳۳۹هـ.ش.]. دريم چاپ له نوي مقدمې او متني عکس سره: کابل، ۱۳۵۴هـ.ش. څلورم چاپ جېبي متن: کابل، ۱۳۵۷هـ.ش.

٢٠.د پښتو ادبياتو تاريخ، اول جلد؛ تر اسلام دمخه دوره. د کابل چاپ: د ادبياتو فاکولته، ۱۳۲۵هـ.ش. دوهم چاپ: پېښور، ۱۳۳۰هـ.ش. دريم چاپ: کابل، ۱۳۵۲هـ.ش.

٢١.د پښتو ادبياتو تاريخ، دوهم جلد؛ د اسلام له اوايلو څخه تر (۱۰۰۰ق.) کلنو پوري. د کابل چاپ: ۱۳۴۲هـ.ش.

٢٢.پښتانه شعراء، اول جلد. د کابل چاپ: ۱۳۲۰هـ.ش. دوهم چاپ: پېښور، ۱۹۵۱م.

٢٣.مجمع الغرايب و مزار علوی در بلخ. خلص ئې چاپ سوی دئ. 

٢٤.تاريخ افغانستان در عصر تيموريان هند. د انجمن تاريخ کابل چاپ: ۱۳۴۲هـ.ش.

٢٥.جوانمردان و عياران. د کابل چاپ: ۱۳۲۱هـ.ش.

٢٦.سردار مهردل خان مشرقي شاعر قندهاری. د کابل چاپ: ۱۳۱۲

٢٧.د منهاج سراج جوزجاني د طبقات ناصري تصحيح، مقابله او تحشيه په دوه ټوکه کي. د کويټي او لاهور سنګي چاپ: ۱۹۴۹- ۱۹۵۴م. دوهم چاپ: له نويو حواشيو او تعليقاتو سره په کابل کي، ۱۳۴۳هـ.ش.

٢٨. نومورکي مؤرخين. د ۱۳۳۳هـ.ش. کال په کابل کالنۍ کي چاپ سوی دئ. په خپلواک ډول په (۱۳۵۹هـ.ش.) کال په کابل کي چاپ سوی دئ. 

٢٩.اشعار و ديوان تيمورشاه افغان. د کابل چاپ: ۱۳۱۲هـ.ش.

٣٠.تدقيقات پشتو (پښتو ترجمه) د فرانسوي ډارميسټېټر د اثر ترجمه د رشتيا او بېنوا په مرسته. د کابل چاپ: ۱۳۲۵هـ.ش.

٣٢.لاله کهسار (د افغانستان د نومورکو پاړسي ژبو شاعرانو د آثارو مجموعه). ناچاپ

٣٣.زرنج و احوال تاريخی آن. د کابل چاپ: ۱۳۲۳هـ.ش.

٣٤.تحقيقات راجع به پټه خزانه. د کابل چاپ: ۱۳۲۴هـ.ش.

٣٥.تحقيقات راجع به ترجمان البلاغه رادويانی. د کابل چاپ: ۱۳۳۰هـ.ش.

٣٦.محقق قندهاری (د مولوي حبيب الله کندهاري د احوالو او آثارو شرح). د کابل چاپ: ۱۳۱۴هـ.ش.

٣٧.نوشته‌های من به زبان فارسی و پښتو (د اجتماعي، ادبي او تاريخي مقالو، د تاريخي يادداښتو او د ادبي منثور او منظومو آثارو مجموعه)، درې ټوکه. ناچاپ

٣٨.ملتان کا لودی شاهی خاندان. د لاهور چاپ: ۱۹۴۹م.

٣٩.افغانستان بعد از اسلام، اول جلد. د کابل چاپ: ۱۳۴۵هـ.ش. دوهم چاپ: کابل، ۱۳۵۷هـ.ش.

٤٠.تاريخ سياسی افغانستان، دوه جلده. ناچاپ

٤١.خليلی‌نامه (پاړسي مثنوي). د پېښور چاپ: ۱۳۳۴هـ.ش.

٤٢.پښتو و لويکان غزنه (د غزني او پښتو ادبياتو په تاريخ کي يو نوی تحقيق). د کابل چاپ: ۱۳۴۲.

٤٣.د شيخ الاسلام عبدالله هروي (مړينه: ۴۸۱ق.) د امالي طبقات الصوفيه تصحيح، مقابله، تحشيه او لغتنامه. د کابل چاپ: ۱۳۴۲هـ.ش.

٤٤.کتابهای ګم شده تاريخ غزنويان (يوه برخه ئې نشر سوې ده). د کراچي چاپ: ۱۳۳۸هـ.ش.

٤٥.د نوای معارک تصحيح، مقابله او تحشيه له نويو تعليقاتو او فهرست سره. د کراچي چاپ: ۱۳۳۹هـ.ش.

٤٦.روابط ادبی سند با افغانستان. د کراچي چاپ: ۱۳۳۷هـ.ش.

٤٧.شاعر هيرمند؛ هارون خان افغان. د کراچي چاپ: ۱۳۳۸هـ.ش.

٤٨.جغرافیای تاریخی افغانستان (څو برخي ئې خپرې سوي دي).

٤٩.د خواجه عبدالله انصاري هروي د صد ميدان تصحيح او ترتيب. د کابل چاپ: ۱۳۴۲هـ.ش.

٥٠.زبان دو هزار ساله افغانستان يا مادر زبان دری (د بغلان د کتيبې تحليل). د کابل چاپ: ۱۳۴۳هـ.ش.

٥١.د نثاري اخباري د مذکر احباب تصحيح، مقابله او تحشيه. ناچاپ

٥٢.د ګرديزي د زين الاخبار، تصحيح، مقابله، تحشيه او تعليقات. د تهران چاپ: ۱۳۴۷هـ.ش.

٥٣.رهنمای تاريخ افغانستان در کتب فارسی، عربی و اردو. د کابل چاپ: ۱۳۴۳هـ.ش.

٥٤.نګاهی به سلامان و ابسال جامی. د کابل چاپ: ۱۳۴۳هـ.ش.

٥٥.رساله سررشته طريقت خواجه‌ګان از جامی. د کابل چاپ: ۱۳۴۳هـ.ش.

٥٦.په عربي ژبه د پښتو ادبياتو مختصره تاريخچه. د قاهرې چاپ: ۱۹۶۵م. پاړسي ترجمه ئې (نظری بر ادبیات پښتو) په کابل په (۱۳۵۷هـ.ش.) کال کي خپره سوې ده. 

٥٧.تاريخ مختصر افغانستان، دوه جلده. د کابل چاپ: ۱۳۴۷هـ.ش.

٥٨.متون دری. د کابل پوهنتون چاپ: ۱۳۴۶هـ.ش.

٥٩.تصوف دری. د کابل پوهنتون چاپ: ۱۳۴۶هـ.ش.

٦١.د پښتو ادبياتو تاريخ. د ادبياتو د فاکولتې د دريم صنف له پاره. چاپ: ۱۳۴۷هـ.ش.

٦٢.د پښتو ادبياتو تاريخ. د ادبياتو د فاکولتې د څلورم صنف له پاره. چاپ: ۱۳۴۷هـ.ش.

٦٣.افغان در تاريخ. ناچاپ

٦٤.تاج کابلشاه در کعبه. د کابل چاپ: ۱۳۴۸هـ.ش.

٦٥.هفت کتيبه قديم. د کابل چاپ: ۱۳۴۸هـ.ش.

٦٦.تاريخچه خط در افغانستان. د کابل چاپ: ۱۳۵۰هـ.ش.

٦٧.د فضايل بلخ کتاب تصحيح، مقابله او تعليقات. د تهران چاپ: ۱۳۴۹هـ.ش.

٦٨.د سواد اعظم کتاب تصحيح، مقابله او تعليقات. د تهران چاپ: ۱۳۴۸هـ.ش.

٦٩.په کابل، آريانا، ساينس، وږمه، پښتون ږغ، ژوندون، طلوع افغان، يغما او اورينتل کالج مجلو او جرايدو کي د (۵۰۰) په شاوخوا کي په پښتو او پاړسي ژبو د تاريخي، اجتماعي، سياسي او ادبي مقالو خپرول، چي فهرست ته ئې اوس لاسرسی نه سته. 

٧١.ظهيرالدين محمد بابر؛ ژوند او شخصيت. د کابل چاپ: ۱۳۵۱هـ.ش.

٧٢.د افغانستان پېښليک. د کابل چاپ: ۱۳۵۳هـ.ش.

٧٣.اصل خلجيان افغانی؛ د دوی په اړه اشتباهاتو اصلاح. د تهران چاپ: ۱۳۴۹هـ.ش.

٧٤.شرح بيتين مثنوی از مهردل خان مشرقی (ترتيب او تحشيه). د کابل چاپ: ۱۳۵۲هـ.ش.

٧٥.کتابشناسی البيرونی (ترجمه او بشپړونه). د کابل چاپ: ۱۳۵۲هـ.ش. د تهران چاپ: ۱۳۵۲هـ.ش.

٧٦.د البيروني کتابښود. د کابل چاپ: ۱۳۵۲هـ.ش.

٧٧.پيام لعقوب ليث (په څلورو ژبو). ناچاپ

٧٨.په اوسني پښتو شعر کي د ژوند څپې. په کابل کي د علومو د اکاډيمۍ چاپ: ۱۳۶۰هـ.ش.

٧٩.منابع اولی تاریخ هنر کتاب سازی در عصر تیموریان. انګرېزي ژباړه ئې په لاندي نامه د يونسکو له خوا خپره سوې ده. 

٨٠. The arts of the books in Central Asia. UNESCO, London, 1979

٨١ .پير روښان (د ده د احوالو، آثارو او افکارو په اړه يوه رساله). د خيرالبيان په مقدمه کي په ۱۳۵۳هـ.ش. کال چاپ سوې ده.

 ٨٢.هنر عصر تيموريان و متفرعات آن مشتمل بر تاريخ هنر هرات و مخطوطات و آثار باقيه آن در حدود ۲۶۰۰. د تهران چاپ: ۱۳۵۵هـ.ش.

٨٣.د ابوارجاء الشاشي المري (مړينه: ۵۱۷ق.) د روضة الفريقين تصحيح او تعليقات. د تهران چاپ: ۱۳۵۶هـ.ش.

٨٤.د پروفيسور محمود شيراني د (فردوسی پر چهار مقالے) پاړسي ژباړه. چاپ: ۱۹۴۶م.

٨٥.نسب و زادګاه سيد جمال الدين افغانی. د کابل چاپ: ۱۳۵۵هـ.ش.

٨٦.انتخابی از حديقه حکيم سنایی (انتقادي متن). د کابل چاپ: ۱۳۵۲هـ.ش.

٨٧.د پښتو ادب په تاريخ کي قصيده. د کابل چاپ: ۱۳۵۶هـ.ش.

٨٨.د افغانستان لنډ تاريخ (پښتو ژباړه ئې د بېنوا له خوا). د کابل چاپ: ۱۳۵۶هـ.ش.

٨٩.پښتو د تاريخ او لغت په رڼا کي. د وږمې مجلې د جوزا په ګڼه کي، ۱۳۴۷هـ.ش.

٩٠.د پښتو ژبي او ادب موقف د مرکزي آسيا د خلګو په تمدنونو کي (پښتو او انګرېزي). د کابل چاپ: ۱۳۵۶هـ.ش.

٩١.تعليقات بر تاریخ تلفظ و صرف پښتو. د کابل چاپ: ۱۳۵۶هـ.ش.

٩٢.د شيخ الاسلام عبدالله انصاري سيرت او شخصيت. د کابل چاپ: ۱۳۴۱هـ.ش.

٩٣.تاريخچه بيداری سياسی در افغانستان. د پېښور په آزاد افغانستان جريده کي په پرله پسې ډول خپور سوی دئ. د (۱۳۲۹هـ.ش.) کال د جدي د مياشتي تر ګڼي وروسته. 

٩٤.تاریخ ګویی به تعميه در اشعار قدیم دری. په کابل کي د علومو د اکاډيمۍ چاپ: ۱۳۶۰هـ.ش.

٩٥.د جامي (قافيه) رساله له مقدمې، تعليق او مقابلې سره. د کابل چاپ: ۱۳۵۷هـ.ش.

٩٦.منازل السايرين در دايره وجود. د کابل په ادب مجله کي، د ۱۳۵۵ ګڼي. 

٩٨.تحقيق بر تاريخ وفات سنایی. د تهران په يغما مجله کي چاپ: د ۱۳۵۶ګڼي.

٩٩.خودی و بيخودی در انديشه اقبال. د کابل په ادب مجله کي، د ۱۳۵۶ کال د قوس ګڼه.

 ١٠٠.مدرسه شاه مشهد غرجستان و بنای مرقد سالار جليل در کيمسان بلخ. د تهران په مردم (۱۳۵۵، حوت) او د کابل په هنر (۱۳۵۹، ثور) مجلو کي. 

١٠١.شاعر انديشه؛ مولانا جلال‌الدين بلخی. د مولانا په اړه د جوړ سوي سيمينار د مقالو په ټولګه کي. د کابل چاپ: ۱۳۵۳هـ.ش.

١٠٢.نامهای برخی از ايزدان عصر کوشانی و اثرهای باقیمانده آن در ادب و السنة افغانستان. د کوشاني تحقيقاتو په مجله کي. د کابل چاپ: ۱۳۵۹هـ.ش.

١٠٣.د خوشحال خان سواتنامه له مقدمې او تعليقاتو سره. د کابل چاپ: ۱۳۵۸هـ.ش.

١٠٤.په شلمه پېړۍ کي د افغانستان هنر. په (۱۳۵۸هـ.ش.) کال د اکاډيمۍ له پاره کښل سوی دئ. 

١٠٥.د کوشانيانو دين (Koshanid Religion) انګرېزي رساله د يونسکو د کوشاني البم له پاره. ۱۳۵۸هـ.ش.

١٠٦.زندګی نامه ابن سینا. دري ترجمه له تحشيې او تعليقاتو سره. د ده د (۱۰۰۰مي) کليزي په مناسبت. د کابل چاپ: ۱۳۵۹هـ.ش.

١٠٧.د بوعلي سينا بلخي ژوندليک. د کابل چاپ: ۱۳۵۹هـ.ش.

١٠٨.شناخت‌نامه ميا فقيرالله جلال آبادی در مقدمه ګزيده‌یی از مکتوبات وی. د کابل چاپ: ۱۳۵۹هـ.ش.

١٠٩.د ميا فقيرالله ژوندليک، د لوړ کتاب پښتو ژباړه (زلمی هيوادمل). د کابل چاپ: ۱۳۵۹هـ.ش.

١١٠.(بابر در افغانستان) په انګرېزي ژبه، چي فرانسوي ترجمه ئې په فرانسه کي د يونسکو له خوا په (۱۹۸۰م.) کي خپره سوه. 

١١١.د اميرعلي شېر نوايي فکري بنسټ او سياسي شخصيت. د کابل چاپ: ۱۳۶۰هـ.ش.

١١٢.نظری بر ادبیات پښتو. ور سره ليکل سوي: مترجم از عربی سمندر. د کابل چاپ: ۱۳۵۷هـ.ش.

١١٣.پښتو نثر ته کره کتني. په کابل کي د علومو د اکاډيمۍ چاپ، ۱۳۶۰هـ.ش.

١١٤.امير کروړ و دودمان او. په کابل کي د علومو د اکاډيمۍ له خوا تر چاپ لاندي، ۱۳۶۱هـ.ش.

١١٥.آسماني نغمې او لاهوتي سرودونه. په کابل کي د علومو د اکاډيمۍ له خوا تر چاپ لاندي، ۱۳۶۱هـ.ش.

١١٦.پنجاه مقاله حبيبی. په کابل کي د علومو د اکاډيمۍ له خوا تر چاپ لاندي، ۱۳۶۱هـ.ش.

١١٧.موقف عرفانی جامی (در پيوستګاه فلسفه و عرفان با سائنس). ناچاپ

١١٨.په پېښور کي د آزاد افغانستان د هفته‌واري جريدې تأسيس او دوې ګڼې ئې خپرېدل. (۱۳۳۰- ۱۳۳۳هـ.ش.)

١١٩.کشف شاهنامه ۶۱۴ق. په ۱۳۶۲هـ.ش. کال په کابل کي تأليف سوی دئ، چي ناچاپ دئ. 

١٢٠.جنبش مشروطيت در افغانستان. د کابل چاپ: ۱۳۶۱هـ.ش.

 

يادونه:

د لوی استاد علامه حبيبي دغه اټوبيوګرافي د ژوندون مجلې د (۱۳۶۱هـ.ش.) کال په دريمه ګڼه کي چاپ سوې ده،  چي هماغه متن بيا له لږ تغير سره پر  alamahabibi.net ) هم خپور سوی دئ. لوړه ژباړه له دواړو متونو څخه ژباړل سوې ده.

 

 

Alama_Habibi

T his website is dedicated to Professor Abdul Hai Habibi's life and his scholarly accomplishments so those with an interest in literature and historical research may have access to his scholarly work. The Alama Habibi Research Center is responsible for hosting this website. The Habibi Research Center was launched 20 years ago to publish his books and other works.

alamahabibi.net